وروسته له هغه چې افغان حکومت د پیسو له نړیوال صندوق د پور اخیستلو پرېکړه وکړه، ګڼو افغانانو له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ. حکومت ولسي جرګې ته یوه طرحه ولېږله چې له مخې به یې له کرونا سره د مبارزې په نامه د پیسو له نړیوال صندوق میلیونونه ډالر پور اخلي. ولسي جرګې طرحه رد کړه، مشرانو جرګې تایید کړه، بیا ګډ کمېسیون بحث ورباندې وکړ او پرېکړه دا شوه چې حکومت دا پور اخیستلی شي. اوس عامو افغانانو پر حکومت غږ کړی چې دغه پور دې نه اخلي او راتلونکو نسلونو ته دې د اوږو بار نه پرېږدي.
له هغې ورځې چې په افغانستان کې د کرونا د خپرېدو راپورونه خپاره شول، ګڼو نړیوال بنسټونو له افغانستان سره د دغه ویروس پر وړاندې په مبارزه کې د مرستې ژمنه وکړه. څه کم یو میلیارد ډالر مرستې له افغانستان سره وشوې چې دا ټولې به له کرونا سره د مبارزې په برخه کې لګول کېږي. حکومت پر دې بسنه ونه کړه د پیسو د نړیوال صندوق تر یوه اعلان وروسته یې ژر پرېکړه کړه چې له دغه صندوق به پیسې پور کوي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډ کمېسیون د حکومت طرحه تایید کړې ده او اوس حکومت کولی شي د پیسو له نړیوال صندوق ۲۲۹ میلیونه ډالر پور واخلي. دغه وزارت وایي چې د پیسو نړیوال صندوق د دغه پور هېڅ ډول ټيکټانه له دوی نه غواړي. دغه پورونې د اقتصادي شنونکو او عامو افغانانو غبرګون له ځان سره لرلی دی. څه موده وړاندې مسیر هم په یوه راپور کې د اقتصادي کارپوهانو له خولې ویلي وو چې د فساد په موجودیت کې دغه ډول پورونه د افغانستان په زیان دي.
اوس عامو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د (زما د روغتیا په پلمه پور مه اخلئ) تر نامه لاندې هشټګ چلوي. دوی وایي چې حکومت په فساد کې ډوب دی، نو ولسمشر غني دې د مسفدو چارواکو د جیبونو ډکولو لپاره راتلونکي نسلونه نه پوروړي کوي. د سمیرا نوري په نامه د ټولنیزو رسنیو یوې کاروونکې لیکلي دي، ولسمشر غني په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د پرمختګ ژمنې کړې وې، خو اوس یې دا دی پور ته اړ کړ. د نوموړې په وینا: ((ټاپي، کاسا زر، هوايي دهلیزونه، د اوبو مدیریت، د لمدې او وچې مېوې صادرات، د مالیاتو په راټولونه کې شفافیت، د مخابراتي شبکو مالیات، ګمرکي عواید دا هر څه څه شول چې نن افغانستان پور ته اړ دی؟ ولې راتلونکي نسلونه پورړوي کېږي؟)).
د ټولنیزو رسنیو بل کاروونکي او د حقوقي چارو شنونکي عبدالستار سعادت هم پر خپله فېسبوک پاڼه د دغه پور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي، د اقتصادي مسایلو د شنونکو کار دی چې د دې پور په زیانونو یې ولس پوهولی وای. نوموړی سره له دې هم په داسې یوه مفسد نظام کې دغه ډول پورونه د هېواد په ګټه نه بولي.
بلخوا د ولسي جرګې یوه غړې فرزانه کوچۍ هم وايي چې د دغه پور د اخیستو مخالفه ده. نوموړې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په حکومت کې په پراخه کچه فساد موجود دی، د دې پیسو د لګېدو په اړه شفافیت او وضاحت نشته او دا چې په راتلونکې به افغانستان دغه پیسې له کومه درکه د پیسو نړیوال صندوق ته ورکوي؟ نو ځکه یې ددغه پور د اخیستو مخالفت کړی دی. د نوموړې په وینا ((د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره له (IMF) څخه د پور اخيستو په هکله مې د مخالفت دليل د شفاف مصرفي ميکانيزم نشتون. بيځايه مصارف، د پيسو حيف و ميل، ناروغانو ته د صحي خدماتو په نشت حساب، مستحقينو ته د مرستو نه رسيدل دي)).
بلخوا په پارلماني چارو کې ددولت وزارت بیا ویلي وو چې د دغه پور افغانستان ته ځکه ښه دي چې ټیکټانه نه لري، که تر لسو کلونو یې پرې نه کړو یوه برخه یې راته بښل کېږي او بل له کرونا سره د مبارزې ادارې دغه پیسو ته اړتیا لري.
































