د امریکا جمهوري غوښتونکي ګوند پرون د ۲۱۸ چوکیو په ترلاسه کولو سره د استازو په مجلس کې اکثریت ترلاسه کړ. د امریکا ولسمشر جوبایډن جمهوري غوښتونکو ته د دې بریا مبارکي ویلي او زیاته کړې يې ده چې غواړي له هغوی سره همکاري او د امریکا خلکو ته خدمت وکړي. د سپینې ماڼۍ په بیانه کې د بایډن په حواله راغلي چې د تېرې اونۍ ټاکنو په امریکا کې د ډیموکراسۍ قدرت او انعطاف ښکاره کړ. په امریکا کې د خلکو اراده تل بریالۍ ده. د امریکا کانګرس د استازو مجلس جمهوري غوښتونکو د سې شنبې په ورځ نومبر ۱۵ کیون مکارتي د مجلس د ریاست لپاره معرفي کړ. تر اوسه د استازو مجلس د ټولو چوکیو ګټونکي اعلان شوي نه دي خو د رایو شمېرنه ښيي چې جمهوري غوښتونکو تر اوسه د استازو په مجلس کې ۲۱۸ چوکۍ ترلاسه کړي دي.
































