د پاکستان مخکني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي چې ښايي بيا بريد پرې وشي. عمران خان له يوې فرانسوي رسنۍ سره په مرکه کې ويلي چې ژوند يې اوس هم له ګواښ سره مخ دی او دا چې ګوند يې ډير پلويان لري ښايي بيا يې د وژلو هڅه وشي. عمران خان ټينګار کړی چې په ولس کې یې د ملاتړ کچه خورا لوړه ده او دښمنان يې له وژلو پرته پرې د برلاسي کېدو بله لاره نه لري. د يادونې وړ ده چې پر عمران خان د نومبر په درېيمه نېټه د پنجاب په وزير اباد کې ډزې وشوې. هغه ادعا وکړه چې لومړي وزير شهباز شريف، د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله او د پوځي استخباراتو يوه تورن جنرال فيصل نصير يې د وژلو هڅه کړې ده.
































