د کاناډا د کډوالو وزارت وايي چې پرون يې له پاکستانه په يوه ځانګړې الوتکه کې ۳۲۴ نور افغان کډوال هم لېږدولي دي. د کاناډا د کډوالو وزير شان فريزر ويلي چې په لېږدول شويو کډوالو کې په افغانستان کې د کاناډا پخواني همکاران او د هغوی د کورنيو غړي شامل وو. فريزر وايي چې هېواد ته يې د لېږدول شويو افغان کډوالو شمېر ۲۴ زرو ته رسېدلی او دوی د خپلې هغې ژمنې د پوره کولو لپاره ټول امکانات په کار اچوي چې ۴۰ زرو افغانانو ته د پناه ورکولو په برخه کې يې کړې ده.
































