د ا.ا ریيس الوزرا ملا محمدحسن اخند تېره ورځ د اسلامي همکاریو سـازمـان د عمومي ریيس لـه مرستيال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت سره په لیدنه کې ويلي، ا.ا په دې توانېدلی چې په هېواد کې جنگ، ناامني، وژنې، ویجاړۍ او فساد له منځه يوسي. نوموړي ویلي که نړۍ او د اسـلامـي همکاریو سـازمـان همکاري وکړي، نو په ډېرو نورو برخو کې به هم پرمختګونه رامنځته شي. هغه زياته کړې چې د ا.ا د پالیسۍ له مخې هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي او يا د هغوی امنیت ته خطر پېښ کړي. په دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانگړي استازي طارق علي بخيت ویلي، دغه سازمان لـه افغانستان سره د مرستې صندوق جوړ کړی او دوی به د بشـري مـرسـتـو ترڅنګ، د روغتیا، زده کړو او نورو برخو کې هم له افغانستان سره مرستي وكري. هغه ویلي، په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د علماوو یو بل پلاوی هم راشي او دغه سازمان له افغانستان سره د اسلامي ورورولي پر اساس تعامل غواړي.
































