د بهرنيو چارو وزارت د مسکو فارمټ پرونۍ غونډې ته په غبرګون کې ويلي چې په ورته غونډو کې د ا.ا د استازو ګډون کولی شي چې د غونډو مؤثريت ډير کړي. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې ا.ا د افغانستان په تړاو د مثبتو سيمه ييزو ميکانيزمونو هرکلی کوي او د مسکو په ناسته کې په پرمختللي افغانستان ټينګار د ستاينې وړ دريځ بولي. بيان زياته کړې چې ا.ا د خپلو ژمنو په تکرار سره د سيمې ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به يې پرخلاف ونه کارول شي. د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې دا هم ويل شوي چې ا.ا هيڅ هېواد ته په افغانستان کې د پوځي تاسيساتو د جوړولو اجازه نه ورکوي، خو په ورته مهال د سيمې له هېوادونو هم په کلکه هيله لري چې خپله خاوره او فضا د افغانستان پر خلاف د نورو هېوادونو په واک کې ور نه کړي. د افغانستان ا.ا د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړيکو پر لرلو هم ټينګار کړی او ويلي يې دي چې په مختلفو برخو کې پرمختګونو او اصلاحاتو ته ژمن دي. د يادونې وړ ده چې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ غونډه پرون په مسکو کې د ا.ا د استازي له حضور پرته جوړه شوه. د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړيدو تينګار وکړ خو د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې دې مسئلې ته اشاره نه ده شوې.
































