د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي چې ۲۰ کاله يې په دې مجلس کې د دموکرات ګوند مشره وه، پرون وویل چې په مجلس کې د ګوند د غړې په توګه پاتې کيږي خو د ګوند د مشرۍ لپاره به ځان کاندید نه کړي. مېرمن پلوسي د امریکا د استازو په مجلس کې یوازینۍ مېرمن ده، چې د دې مجلس د مشرې په توګه ټاکل شوې وه. سره له دې چې په کانګرس کې دموکراتان مېرمن پلوسي نه هېردونکې څېره بولي خو جمهوري غوښتونکي یې بیا په شدت د هغې د لېبرال سیاسي دریځونو له کبله نه خوښوي. نانسي پلوسي داسې وخت کې د استازو په مجلس کې د دموکرات ګوند مشري پرېږدي چې د نومبر د اتمې نېټې د منځنۍ دورې ټاکنو کې دې ګوند په مجلس کې اکثریت وبایله او اوس به جمهوري غوښتونکي پکې اکثریت وي.
































