د پاکستان په سند ایالت کې يو موټر يوې له اوبو ډکې کندې ته لوېدلی چې له امله یې شل تنه مسافر مړه شوي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي. پاکستاني پولیسو ویلي چې پېښه د سند ایالت پر يوه لويه لاره چې د سېلاب له کبله تخريب شوې، تېره شپه رامنځته شوې، چې له امله یې ۱۳ نور کسان ټپيان شوي هم دي. پولیسو ویلي چې دغه ملي بس موټر د خير پور سيمې يوه مشهور رسول. هغه وویل چې ۱۳ مسافر د پېښې له ځای څخه نږدې روغتون ته انتقال شوي دي.
































