پاکستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي دي. دغه چاودنه پرون مازیګر د جنوبي وزیرستان په چمکالۍ سیمه کې شوې ده. پاکستاني پولیسو ویلي چې، د چاودنې هدف پخواني پنځه افراطي وسله وال وو، چې تازه له حکومتي ځواکونو سره ملګري شوي دي. په دغه پېښه کې یو پولیس هم وژل شوی دی. د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
































