د بشري حقونو څار سازمان له ترکیې د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو د سم لاسي مخنیوي غوښتنه کړې ده. د دغه بنسټ د اسیا د برخې مرستیال مشرې پاټریشیا ګاسمن ویلي، چې ژر تر ژره باید د دغو پناه غوښتونکو د جبري اخراج مخه ونیول شي. د هغه راپور له مخې چې پرون د بشري حقونو څار سازمان خپور کړی ترکیې ویلي، چې د ۲۰۲۲م کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې په ټوله کې ۴۴زره ۷۶۸ تنه افغان پناه غوښتونکي اخراج کړي دي. د دې بنسټ په وینا، ترکیه بې له دې چې د افغانانو اندېښمنوونکي غږونه واوري، دوی يې له خپلې خاورې وباسي.
































