په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما وایي چې ډېری افغان مېرمنې د خپلو حقونو غوښتنه او د تر لاسه کولو هڅه یې کوي. په افغانستان کې د یوناما دفتر وایي، افغان مېرمنو دا غوښتنه د پرانیستې نړیوالې ورځې په مناسبت په هغو جوړو شوو غونډو کې کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵پرېکړه لیک پر اساس د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جوړې شوې وې. د یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغو مېرمنو د یوناما له استازو سره په کتنو کې ویلي چې په افغاني ټولنه کې ژوند او له ټولو حقونو څخه برخمن کېدل د دوی بشري او انساني حق دی. افغان مېرمنو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د یوناما له چارواکو غوښتي چې په دې برخه کې د ډېرو خبرو فرصتونه برابر کړي.
































