د شمالي کوریا له لوري د بالسټيکي توغندي تر تازه ازمويښت وروسته د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي چې بېړنۍ غونډه کوي. ټاکل شوې چې دا غونډه د نومبر په ۲۱ مه د سې شنبې په شپه وشي. رويټرز په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازولۍ له قوله ويلي، چې د امنيت شورا په غونډه کې به له ټولو لورو وغوښتل شي چې د شمالي کوريا اقدامات جدي وګڼي او په مخنيوي کې یې مسوولانه ونډه واخلي. د امريکا استازولۍ ويلي چې هېوادونه بايد د شمالي کوريا په تړاو د ملګرو ملتونو ټول پرېکړه ليکونه عملي کړي او د ماتولو په صورت کې یې ځواب ويلو ته چمتو شي. د يادونې وړ ده چې شمالي کوريا تازه يو داسې بالسټيکي توغندی ازمويلی چې له يوې لویې وچې بله هغه په نښه کولی شي. شمالي کوريا دا ازمويښت د امريکا، سويلي کوريا او جاپان د پاروونکو اقداماتو په غبرګون کې کړې دی.































