د امريکا لویې څارنوالۍ له مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د څېړنو لپاره يو بې پرې پلاوی ټاکلی دی. د امريکا لوی څارنوال ويلي، دا پرېکړه یې تر هغې وروسته وکړه چې ټرمپ او جوبايډن دواړو د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپلې نوماندۍ اعلان کړې. د ټاکل شوي پلاوي مشري جيک سميت کوي چې د امريکا په عدلیې وزارت کې د کار سابقه لري او اوسمهال د هاګ په نړيواله محکمه کې په کوسوو کې د جنګي جنايتونو د څېړلو د ځانګړې محکمې مشر دی. لوی څارنوال ويلي چې سميت به په دې اړه چې ايا د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو او دغه راز پر کانګريس د ټرمپ د پلويانو په بريد کې کومې ادارې لاس درلود او که نه او دغه راز دا چې له محرمو دولتي اسنادو سره د ټرمپ چال چلند قانوني او اصولي وو که څنګه، بې پرې څېړنې وکړي. لوی څارنوال په دې اړه د پلټنو لپاره د ځانګړي پلاوي د ټاکلو لامل دا ښوودلی چې غواړي څېړنې په خپلواکه توګه وشي او د امريکا د عدلیې وزارت پکې بې پرې پاتې شي.
































