د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملياتي مشر مارتين شویپ له افغان چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته راغلی دی. نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د تېرو څو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله د خلکو ژوند خورا اغېزمن شوی دی. د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملياتي مشر مارتین شویپ له خپلو پورتنیو څرګندونو سره د يادې ادارې يوه لنډه وېډيو هم خپرې کړې چې پکې د افغانستان اوسنی وضیعت تشریح شوی دی. د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، اوس په افغانستان کې ۲۴٫۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري، ۹٫۲ میلیونه کسان د لسیزو جګړو له امله په کور دننه بېځایه شوي، نږدې ۲۰ میلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي او زرګونو کسانو دندې له لاسه ورکړې دي.
































