په استانبول کې د تېرې اونۍ تر بمي چاودنې وروسته ترکيې د سوریې په شمال کې پراخ هوايي بريدونه کړي دي. راپورونو کې راغلي چې بريدونه د کردي ملېشو پر پټنځايونو شوي چې له کبله یې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. انقرې ادعا کړې چې د استانبول په استقلال واټ کې د تېرې اونۍ بريد په سوریه کې پلان شوی و چې دوی يې د عواملو د ځپلو په موخه پرون د زمري پنجې په نوم عمليات پيل کړې دي. په بريټانيې کې مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ويلي چې ترکیې تېره شپه د سوریې په شمالي سيمو کې د هوايي بريدونو له کبله ۳۱ تنه وژلي دي. د کردستان د نيمه خپلواکې سيمي مشرانو بيا ويلي چې د سوریې په هوايي بريدونو کې ۲۹ تنه وژل شوي چې ۱۱ یې ملکي وګړي، ۱۵ يې د سوریې د پوځ اړوند ملېشې، دوه یې د يوې سيلو ساتونکي او يو کرد وسله وال دی.
































