د راپورونو له مخې د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له لوري د هاوان ګولۍ توغول شوې چې ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د غزني ولایت ځايي چارواکي وایي چې په پېښه کې څلور ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. حکومت یې د طالبانو کار بولي خو وسله والو طالبانو تر اوسه پر دغه پېښه غبرګون نه دی ښودلی. دغه ډول پېښې داسې مهال د ماشومانو ژوند اخلي چې همدا تېره ورځ ملګرو ملتونو افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد بللی و. دغه سازمان ویلي وو، جګړې هر کال زرګونه افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اړوي چې دا د افغان کورنیو لپاره ستر ناورین دی.
































