روان ۲۰۲۰ کال د امریکایانو لپاره تر ټولو له خفګان او اندېښنو ډک کال و. یوه نظر پوښتنه ښيي چې د ناخوښه امریکایي وګړو شمېره په تېرو پنځوسو کلونو کې بې مخینې ده. د اسوشټېډ پرېس د راپور له مخې یوازې څوارلس سلنه امریکایي وګړو په یوه نظر پوښتنه کې ویلي چې دوی ډېر خوښ دي. په ۲۰۱۸ کال کې دغه شمېره ۳۱ سلنه وه. همدا راز دغه نظر پوښتنې ته پنځوس سلنه وګړو ویلي چې ځان ورته منزوي، خفه او ناهیلی ښکاري. دا شمېره تېر کال ۲۳ سلنه وه. دا نظر پوښتنه په امریکا کې له ۱۹۷۲ کال راهیسې هر کال ترسره کېږي خو هېڅ وخت د ناخوښو امریکایانو شمېر تر ۲۹ سلنه نه و راټيټ شوی. دا په تېرو پنځوسو کلونو کې لومړی ځل دی چې د ناخوښو امریکايي وګړو شمېر ۱۴ سلنې ته راځي. ددغه خفګانونو او رواني فشارونو لامل هم په امریکا کې سیاسي ناندرۍ، د ټرمپ واکمني او بې عدالتۍ بلل شوې دي.
































