د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې د اوکراین سره نظامي ملاتړ ډیر کړي تر څو دا هیواد په اروپا کې د دموکراتیک، خپلواک او خودمختاره هېواد په توګه پاتې شي. سټولټنبرګ پرون په مادرید کې د ناټو د پارلماني اسامبلې غونډې ته وویل چې د اوکراین جګړه ډیر احتمال لري یوه ورځ د خبرو اترو په میز پای ته ورسیږي. د ناټو مشر په غړو هېوادونو غږ کړی چې د اوکراین د دفاع لپاره لا ډیرې پیسې ولګوي. د ناټو عمومي منشي په خپلو خبرو کې وویل چې د اوکراین دفاع د دموکراسۍ دفاع ده. سټولټنبرګ وویل روسیه لا هم د پام وړ نظامي وړتیاوې او ډېر شمېر سرتیري لري او د ډېر شمېر سرتېرو مرګ ژوبلې ته چمتو دی او دا هم غواړي چې د اوکراین ولس په ناوړه توګه زیانمن کړي.
































