اروپايي اتحاديې له ايران سره مستقيمې اړيکې ځنډولې دي. د اروپايي پارلمان رييسې روبرټا مېټسولا ويلي چې د دوی او ايران تر منځ مخامخ اړيکې او خبرې تر بلې پرېکړې پورې په بشپړ ډول ځنډول شوې دي. دا پرېکړه د اخوندي رژيم له لوري د ايراني لاريونوالو د ځپل کېدو په غبرګون کې شوې ده. د اروپايي پارلمان رييسې ويلي چې د ايراني لاريونوالو او معترضينو سترګې اروپايي هېوادونو ته دي او دوی ته نه ښايي چې نهيلي يې کړي.
































