عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۶۵۰ ناروغان بېرته جوړ شوي، ۱۳ مړه شوي او ۵۶۴ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو څلور وېشتو ساعتونو کې یې د کرونا ۶۵۰ ناروغان تر جوړېدو وروسته له روغتونونو رخصت کړي دي. په دې سره په هېواد کې له کرونا د ټولو جوړو شوو کسانو شمېر ۶۱۵۸ ته رسېدلی دی. له کرونا د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۵۰۴ او ټولې مثبتې پېښې بیا ۲۶۸۷۴ ته رسېدلی دی. د مثبتو پېښو او بېرته جوړوو شوو کسانو تر ټولو لوړه شمېره په کابل کې ده. په کابل کې ۳۰۶ کسه په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې له کرونا جوړ شوي، درې کسه مړه شوي او ۱۹۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
































