د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د وړمې ورځې زلزلې له کبله د تلفاتو کچه لوړه شوې ده. په دې پېښه کې تر اوسه ۲۸۶ کسان وژل شوي، ۱۵۱ نور نادرکه دي او دغه راز یې له زرو ډېر کسان ټپیان کړي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې ډېری یې مېرمنې او ماشومان دي. ویل کېږي چې د زلزلې له کبله په جاوا ټاپو کې یو کلی بشپړ وران شوی دی. د معلوماتو له مخې، په دغې زلزلزله کې شاوخوا ۲۲ زره کورونه نړېدلي او لږ تر لږه ۸۵ زره کسان اوس په لنډ مهاله سرپناوو کې ځای پرځای شوي دي.
































