مېټا شرکت ويلي چې په فېسبوک او انسټاګرام کې يې لسګونه هغه جعلي حسابونه تړلي چې په افغانستان او منځنۍ اسيا کې يې د امريکا د ګټو لپاره تبليغ کاوه. دغه شرکت ويلي، تړل شوي حسابونه ښايي د امريکا د پوځ اړوند وي. مېټا وايي چې د تړل شويو حسابونو چلوونکو به ادعا کوله چې واشنګټن په منځنۍ اسيا کې د ثبات کيلي ده او امريکا له تاجکستان سره مرسته کوي چې له افغانستان سره خپله پوله لا ډيره خوندي کړي. د دغو حسابونو په تړاو پلټنو کې مالومه شوې چې فعاليتونه يې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو تر وتلو مخکې اوج ته رسېدلي وو. د مېټا له لوري په دې تړاو خپرو شويو معلوماتو کې ويل شوي چې د تړل شويو حسابونو چلوونکو د خپلو هويتونو د پټولو هڅه کړې او دغه راز يې داسې چلند کړي چې مخاطبين يې پرې شکمن نه شي. امريکايي رسنيو د مېټا د دې اقدام په تړاو د پنټاګون چارواکي هم پوښتلي خو هغوی تر اوسه څه نه دي ويلي.
































