د امريکا په ويرجينيا ايالت کې يوه وسله وال د والمارټ پلورنځي د ننه پر خلکو ډزې کړې او لس تنه يې وژلي دي. لومړني راپورونه وايي چې وسله وال د پلورنځي يو مدير و چې لومړی يې پر خلکو ډزې وکړې او وروسته يې ځان ووژاه. پوليسو پېښه تاييد کړې خو د ډيرو جزياتو له ورکړې يې ډډه کړې ده. والمارټ کمپنۍ پر پېښې د خواشينۍ په څرګندولو سره ويلي چې له پوليسو سره په پلټنو کې نږدې همکاري کوي. د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې د ټکزاس ايالت په اېل پاسو ښار کې د والمارټ په يوه بل پلورنځي کې هم ورته پېښه شوې وه چې له کبله يې ۲۳ تنه وژل شوي وو.
































