د قطر د سوداګرۍ وزارت د سعودي له لوري د علمي ملکیتونو له حقونو څخه د سر غړاوي او د علمي غلا پر ضد د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له پریکړې هر کلی کړی دی. ددې سازمان موندنې ښیي چې سعودي د سوداګرۍ اړوند د نړیوال سازمان د اصولو له مخې د علمي ملکیتونو د حقوقو په برخه کې سرغړونه کړې او په ښکاره یې د یوې سعودي رسنۍ beoutQ سره مرسته کړې چې د علمي ملکیتونو حقوق غلا کړي. د سوداګرۍ سازمان یوې ډلې له سعودي غوښتنه کړې چې خپلې ناسمې کړنې بندې کړي او خپل پروسیجرونه د نړیوال سازمان له قانون سره سم عیار کړي. دا سوداګرۍ د نړیوال سازمان په دري اویا کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې د یو هیواد له لوري د ملي امنیت د دفاع په موخه د دا ډول کړنو مخنیوی کوي. سازمان همداراز موندلې چې سعودي د beoutQ په ضد د ګام پورته کولو په برخه کې پاتې راغلی دی. د پلاوي له لورې چمتو شوي راپور ته د غبرګون په توګه د سوداګرۍ وزیر علي بن احمد الکواري د قطر خبري اژانس ته ویلي، قطر او د نړیوالو حقوقو مدافعینو نن ستره بریا تر لاسه کړه. موږ له سعودي تمه لرو چې د سوداګرۍ سازمان پریکړې ته احترام وکړي او د علمي ملکیتونو ناسم استعمال او غلا په بشپړه توګه بنده کړي. دوی باید د سوداګریزو اصولو د درناوي په موخه یو ناپییلې او شفافه قانوني پروسه پیل کړي چې علمي ملکیتونو د حقوقو ناقضین له دې کاره منع کړي.
د سوداګریز سازمان پریکړه وروسته له هغه وشو چې قطر دولت د شخړو د حل ادارې ته خپل رسمي شکایت وکړ. د سوداګریز سازمان موندنې په ګوته کوي چې beoutQ له یو قطرۍ شرکت beIN څخه په سعودي او نورو هېوادونو کې رسنیز مواد غلا کوي. راپور زیاتوي چې د سپورتي موادو د غلا سربېره beoutQ په زرګونو غلا شویو فلمونو، سریالونو او تلویزینوني چینلونو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړی دی. او دا ټول د سعودي سټلایټ له لارې خپرو. سعودي همداراز د علمي غلا په غبرګون کې د beIN له لورې د قانوني ګامونو پورته کول له خنډ سره مخ کړل. د پلاوي شننې په ګوته کوي چې څنګه سعودي د beoutQ غلاو ته د زمینه سازۍ له امله د نړیوالې سوداګرۍ ټول اصول تر پښو لاندې کړي دي او د قطر سربیره د امریکایي برتانوي وګړو د علمي حقوقو په خوندیتوب کې پاتې راغلی. سعودي یو شمېر قطري وګړي او سیاحین له خپل هیواده د وایستل او سعودي ته په تګ یا د ترانزیت په توګه د سعودي خاوره کارول یې د قطري وګړو لپاره بند کړ. قطر په یو شمېر نړیوالو محکمو کې نورې دوسیې هم خلاصې کړې چې د متحده عرب امارتو، بحرین او مصر د ناسمو کړنو مخه ونیسي.
































