د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې افغانان دې د ايران او پاکستان په لاريونونو کې ګډون نه کوي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال عبدالرحمان راشد ويلي چې په ايران او پاکستان کې روان لاريونونه او اعتراضونه د هغو هېوادونو کورني مسايل دي او افغان کډوال دې پکې ځانونه نه ښکېلوي. راشد زياتوي چې افغان کډوال دې خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي او په لاريونونو او اعتراضونو کې د ګډون له کبله دې خپل مناسبات او ژوند نه خرابوي. افغان کډوالو ته د ا.ا د چارواکو دا سپارښتنه په داسې حال کې ده چې په ايران او پاکستان کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د حکومتونو پر خلاف پراخ او سخت اعتراضونه روان او کله ناکله پکې د افغان کډوالو د کډون خبرونه هم ورکول کيږي.































