د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د نړۍ هیوادونه به بالاخره ا.ا په رسمیت وپیژني. نوموړي دا څرګندونې په هرات کې د ۵۱۱ امنیتي کسانو د فراغت به یوي غونډه کې کړي دي. متقي د هېواد راتلونکې ته هیله مندي وښودله او زیاته یې کړه د هېواد راتلونکی روښانه دی. د ده په خبره، د نړۍ هېوادونه به بالاخره ا.ا په رسميت وپېژني. نوموړي وویل له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسي چی اوسنی حکومت راغلی له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري ښه شوې ده. هغه زیاته کړه هڅي رواني دي په هرات کې چې له ترکمنستان او ایران سره کډه پوله لري سوداګري لا ډېره شي.
































