اروپایي پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د مېرمنو د حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره یې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو پر رعایتولو ټینګار کړی دی. په ټولنه کې د ښځو فعال حضور، د نجونو تعلیم، اطلاعاتو ته لاسرسی او د خبریالانو ازادي هغه موارد دي چې په دې پرېکړه لیک یې یادونه شوې ده. د اروپایي پارلمان غړو ویلي، اسلامي امارت نجونو ته د زده کړو د اجازې د ورکولو په ژمنې عمل نه دی کړی. هاخوا یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسلامي امارت په چارواکو غږ کړی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره ګړندي ګامونه واخلي.
































