اروپایي ټولنه د ٢٠٢٣ کال لپاره اوکراین ته ١٨ میلیارده یورو پور ورکوي. د راپورونو له مخې، دا پیسې به په لومړي سر کې د عامه خدماتو لکه روغتونونو، ښوونځيو او ملکي زیربناوو پر بیارغولو، بې ځایه شویو ته د سرپناه چمتو کولو، د اقتصادي ثبات ساتلو او نورو برخو کې لګول کیږي. د اروپا د پارلمان په عمومي غونډه کې اوکراین ته د پور ورکولو مسوده د ۳۸ مخالفو او ۵۰۷ موافقو رایو سره تصویب شوه.
































