په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. یوناما د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځني کمپاین د پیل په مناسبت اعلامیې کې د ا.ا له حکومت څخه غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو برخه کې سملاسي ګامونه پورته کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له دوبي راهیسي، په افغانستان کې د ښځو زیات بنسټیز حقوق محدود او یا هم لغوه شوي دي. یوناما د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د ښځو پر تګ راتګ، کار، زده کړو او عامه فعالیتونو باندې د محدودیتونو له امله د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت لا خراب شوی دی.
































