عامې روغتیا وزارت وایي هڅه کوي په هېواد کې د اکسیجن د کمښت ستونزه حل کړي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني د یوه شرکت له فعالیتونو د لیدنې پر مهال رسنیو ته ویلي چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ډېرېدو له امله اکسیجن ته د خلکو اړتیا ډېره شوې ده نو ځکه دوی هڅه کوي لا ډېرې فابریکې په دې برخه کې فعالې کړي. دده په خبره د واحد په نامه د اکسیجن د تولید دغه شرکت د برېښنا پوروړی و او د ستونزو له امله تړل شوی و چې اوس د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ او د خلکو په غوښتنه بېرته فعال شو. په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو له ډېرېدو سره سم اکسیجن ته هم د خلکو اړتیا ډېره شوې ده. ویل کېږي چې دمګړی د هېواد دولتي او خصوصي روغتونونه د اکسیجن له کمښت سره مخ دي.
































