ا.ا یوځل بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د سرپرست حکومت پر چارواکو د سفر بندیزونه لرې کړي. د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د انزوا پالیسي به کار ورنه کړي او د ا.ا او نړۍوالې ټولنې تر منځ واټن باید کم شي. دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د ا.ا د ځینو چارواکو د سفر معافیت نه دی تمدید شوی. د چارو شنوونکي وايي، د ا.ا له لوري د نړۍوالو د غوښتنو نه منل کېدل د سرپرست حکومت د چارواکو د سفر د معافیت د نه تمدیدېدو اصلي لامل دی. د اقتصاد وزارت مرستیال بیا د ا.ا د ځینو چارواکو د سفر د معافیت نه غځېدل د هېواد په زیان ګڼي.
































