د امریکا پوځ وایي د سوریې په شمال لویدیځ کې په یوه نظامي اډه کې چې امریکایي ځواکونه پکې میشت دي، دوه توغندي لګیدلي خو ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د توغندیو په دې برید کې نظامي اډې ته هم کوم زیان نه دی اوښتی. د سوریې دموکراتیک ځواکونه چې امریکا یې ملاتړ کوي، هغه سیمه یې کتلې چې دا توغندي ترې توغول شوي دي. یاده نظامي اډه د سوریې د الهساکې ولایت د الشادادي په ښارګوټي کې پرته ده چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو تر څنګ پکې د سوریې دموکراتیک ځواکونه هم دېره دي. تر اوسه دا معلومه نه ده چې دا توغندي چا توغولي او امریکایي ځواکونو هم په اعلامیې کې د کومې ډلې نوم نه دی اخیستی.
































