د ترکیې دفاع وزارت منلې چې دوه نظامیان یې د عراق په شمال کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې دغه کسان د کردستان ګارګران ګوند په برید کې وژل شوي دي. ترکیه دغه ګوند ترهګر بولي. ویل کېږي چې دغو دوو نظامیانو د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده. د یادولو وړ ده چې ترکیې په اپرېل میاشت کې د عراق په کوردستان کې عملیات پیل کړي چې پر مهال یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
































