د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم د پنجشېر د لوړو زدهکړو موسسې څخه د یوشمېر زدهکړیالانو په فراغت غونډه کې له هېواده وتلي د پوهنتون له استادانو څخه یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې بېرته هېواد ته راستانه شي. ندامحمد ندیم په دغه فراغت غونډه کې د پوهنتون استادانو ته ډاډ ورکړی چې هېواد کې امنیت ټينګ شوی او په وینا یې، بهر کې مېشت استادان کولی شي بېرته ته هېواد ته راستانه او پوهنتونونو کې خپل تدریس ته دوام ورکړي. واک ته د ا.ا تر بیارسېدو وروسته د پوهنتونونو ګڼشمېر استادان له هېواده ووتل چې ورسره پوهنتونونو کې د تدریس بهیر ټکنی شوی او پوهنتونونه د استادانو له کمښت سره مخ دي.
































