د بهرنیو چارو وزارت و یاند عبدالقهار بلخي افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما ویناپاڼې ته په غبرګون کې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، ډیموکراتیک هېوادونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تیري تر ټولو لوړه کچه لري. هغه ویلي، اسلامي حکومتونه دنده لري چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره یو لړ تدابیر وضع کړي. بلخي لیکلي امریکا کې له هرو دریو ښځو، یوه یې تېری او تاوتریخوالی تجربه کوي. ده ویلي نور ډیموکراتیک دولتونه هم ورته وضعیت لري. بهرنیو چارو وزارت دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې تنوع ته درناوی ولري.
































