د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي هېواد کوم منتخب ولسمشر نه لري. نوموړي په یوه خپره کړې اعلامیه کې همدا راز ویلي د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې حکومت په هېڅ پروګرام کې به تر هغه ګډون ونه کړي چې له دوی سره د سولې د شوې هوکړې ټول موارد عملي شوي نه وي. حکمتیار همدا راز د دولت د عالي شورا او سولې پروسه کې د همکارۍ لپاره هم شرطونه وړاندې کړي دي. دده په وینا که د حکومت له لوري د سیاسي اپوزیسیون په توګه منل کېږي، د سولې عالي شورا د درېیو ګوندونو او پخواني ولسمشر له ترکیب جوړېږي او د سولې اړوند ټولې پرېکړې له دې درکه کېږي نو دوی د سولې په پروسه کې همکارۍ ته تیار دي. نوموړي همدا راز ویلي چې افغانستان دمګړی منتخب ولسمشر نه لري او د پیسو له نړیوال صندوق د پور اخیستلو مخالفت یې هم کړی دی. هغه ویلي د سولې له هغو خبرو هم ملاتړ کوي چې د بهرنیانو مداخله او لاسوهنه پکې نه وي.
































