د ریاست الوزرا سياسي مرستيال په افغانستان کې د قطر له سفير سره په کتنه کې ویلي، چې کابل غواړي د قطر په همکارۍ له اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره ښې اړيکې ولري، څو له افغانستان سره بشري مرستې نورې هم زياتې شي. په افغانستان کې د قطر سفیر په دې کتنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی. مولوي عبدالکبير ویلي، له قطر سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ترڅنګ، سرپرست حکومت غواړي په بېلابېلو برخو کې د امکان تر حده ښې اړیکې ولري. هغه زیاته کړه، اوس مهال په افغانستان کې امنیت تامین دی، د تماس د کمېسیون له لارې د تېر حکومت ۳۸۰ لوړپوړي چارواکي افغانستان ته راستانه شوي او خپلې ورځنۍ چارې په خوندي ډول پرمخ وړي، خو ځینې متعصبې کړۍ دغه وضعیت برعکس څرګندوي. سرچینه لیکي، په افغانستان کې د قطر سفیر سعید بن مبارک الخیرین په افغانستان کې د امنیت له تامین څخه خوښي ښودلې او له ا.ا سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا پراختیا ډاډ ورکړ.
































