د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي د هېواد وروستی هدف یې دا دی چې د نړۍ تر ټولو قوي اټومي ځواک ولري. د دې هېواد دولتي رسنیو په یو راپور کې د کیم جونګ اون له قوله ویلي چې د اټومي ځواک د جوړولو هدف په باوري توګه د هېواد او ولس د وقار او خودمختارۍ خوندي ساتل دي. نوموړي دا څرګندونې په هغو مراسمو کې کړي چې د هغو په لس ګونو نظامي افسرانو د ترفیع لپاره ترتیب شوي و چې د دې هېواد تر ټولو د ستر بالسټیک توغندي په آزمایښت کې یې لاس درلود. هغه پرته له دې چې نور جزیات ورکړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د شمالي کوریا ساینس پوهانو په بالسټیک توغندیو کې د اټومي سرګلولو د ځای پر ځای کولو د ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخې کې ستر ګام اخیستی.
































