په سوماليا کې د الشباب وسله والې ډلې پر خلاف عملياتو کې د دې ډلې ۱۰۰ جنګيالي وژل شوي دي. د سوماليا د کورنيو چارو وزارت وايي چې د الشباب وسله والې ډلې پر خلاف عمليات په شابل سيمه کې شوي دي. د دغه هېواد د اطلاعاتو وزارت بيا يوه ورځ وړاندې د پوځ، استخباراتو او سيمه ييزو ملېشو په ګډو عملياتو کې د الشباب د ۴۹ جنګياليو د وژل کېدو خبر ورکړی و. په وژل شويو کې يې ۱۲ تنه د دې ډلې قوماندانان بللي وو. الشباب ډله له ۲۰۰۶ کال راهيسې د سوماليا د حکومت او د افريقايي اتحاديې د سوله ساتو ځواکونو پر ضد جګړه کوي او په ياده موده کې يې پر ځينو سيمو ولکه هم ټينګه کړې ده.
































