د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هېواد ته د ۱۷۴۶ افغان کډوالو د بېرته راستنېدو خبر ورکوي. د یاد وزارت چارواکي وایي، دغه کډوال پرون له ایران څخه د هرات ولایت د اسلام قلعه له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه شول. دوی په ورته مهال زیاتوي چې دغه کډوال د مرستو تر لاسه کولو په هدف د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول. د کډوالو وزارت نه دي ویلي چې دا افغان کډوال په خپله خوښه هېواد ته راغلي او که په زور سره له ایران څخه اېستل شوي دي.
































