اسټرالیا افغانستان کې خپلو پوځيانو ته د ورکړل شویو مډالونو په تړاو له سره غور کوي. دا پرېکړه په افغانستان کې د اسټرالیايي پوځیانو د ماموریت پرمهال د نږدې ۴۰ ملکیانو د ناقانونه وژنې پلټونکو کړې ده. دا پلټنه د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د کړنو په اړه ترسره کېږي. پلټنه کې سپارښتنه شوې هغه ځواکونه چې اوس تر تحقیق لاندې دي او افغانستان کې یې د خپل ماموریت له کبله مډالونه ترلاسه کړي باید په اړه یې له سره کتنه وشي. په راپور کې چې له ډېرې مودې راهیسې پیل شوی و ډېر باوري لاسوندونه او شواهد پکې شته چې ښيي د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو افغانستان کې د ماموریت پرمهال ۳۹ افغانان په ناقانونه توګه وژلي دي.
































