امریکا له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزې په برخه کې ۴۲،۵ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه. د افغانستان لپاره د امریکا د پراختیايي ادارې یا (USAID) عمومي مسوول د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره د خبرو پر مهال ددغه مرستې ژمنه کړې ده. دده به خبره ددې پیسو ۱۰،۹ میلیونه ډالر به د روغتیا د نړیوال سازمان له لارې د لابراتوارونو د پراختیا لپاره لګول کېږي او پاتې ۳۱،۶ میلیونه به د عامې روغتیا وزارت له لوري لګول کېږي. ۱.۶ میلیونه ډالر به هم د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې په بېلو روغتیايي فعالیتونو لګوي. امریکا تر دې وړاندې هم له دغه نړیوالې وبا سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې ده. له افغان حکومت سره داسې مهال میلیونونه ډالر مرسته کېږي چې لا هم په روغتونونو کې لومړني طبي خدمات نه وړاندې کېږي او په کرونا اخته کسان له لسګونه ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
































