پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې د پېښور قول اردو قوماندان جنرال فيض حميد په پوځ کې دنده پرېږدي. راپورونو کې راغلي چې فيض حميد دا پرېکړه تر هغې وروسته کړې چې جنرال عاصم منير د پاکستان د پوځ مشرۍ ته غوره شو. سرچينې وايي چې د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف او ځينو نورو ګوندونو غوښتل چې فيض حميد د پوځ مشر وټاکل شي. نوموړی په هغو څلورو کسانو کې شامل و چې د پوځ مشرۍ ته نوماندان وو او لېست يې لومړي وزير شهباز شريف ور استول شوی و. شريف د دوی له منځه جنرال عاصم منير د پوځ مشرۍ ته غوره کړ. فيض حميد ته نږدې سرچينو ويلي چې فيض حميد جنرال عاصم ته د سلامي کولو پر ځای استعفا غوره بولي. فيض حميد پخوا د عمران خان له لوري د ای اېس ای مشر ټاکل شوی و او اټکل کېده چې د باجوه پر ځای به د پوځ مشر وټاکل شي. پر هغه د پاکستان په سياسي چارو کې د لاسوهنې ګڼ تورونه پورې شوي دي.
































