د ايران ولسي جرګې د شانګهاي د همکاريو په سازمان کې د هغه هېواد د غړيتوب لايحه تصويب کړې ده. ايراني رسنۍ وايي چې ولسي جرګې يې پرون ياده لايحه په ۲۰۵ موافقو، دريو مخالفو او څلورو ممتنع رايو سره تصويب کړې او په دې توګه يې تهران ته د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د غړيتوب لاره هواره کړې ده. د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د لايحې له تصويبېدو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د ولسي جرګې دا پرېکړه يې په بهرني سياست کې د ايران د پرمختګونو لپاره د ټينګ عزم نښه ده. د يادونې وړ ده چې تهران د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای د همکاريو سازمان په وروستۍ ناسته د ياد تړون د غړيتوب سند لاسليک کړی و.
































