د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا وایي دا اندېښنې بېځایه دي چې ګواکي له افغانستان د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به مرکزي اسیا نا امنه شي. د نوموړې په وینا بر عکس د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به په سیمه کې حساسیتونه ختم شي، د بهرنیو ځواکونو مخالفې ډلې به ارامه شي او سیمې ته به ثبات راشي. زخارووا همدا راز وایي چې په دې سره به په افغانستان کې هم وضعیت نورمال شي او افغان حکومت به وکړی شي چې په ارامه د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه وکړي. دغه امریکایي ديپلوماتې هیله ښودلې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه عملي شي او په همدې سره بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
































