کورنیو چارو وزارت ویلي چې له هر ډول نشه یي توکو کار اخیستل او کاروبار د اسلام له نظره حرام دي. دغه وزارت په یوه بیان کې چې پرون د دې وزارت پر ټویټر خپور شو، ویل شوي چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي. د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې معین عبدالحق همکار ویلي چې په تېر یوه کال کې تر ۴۵ ټنه پورې د نشه یي توکو بېلابېل ډولونه کشف او ضبط شوي دي. نوموړي ویلي چې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې حتی د هېواد په یوه لوېشت خاوره کې هم کوکنار یا چرس وکري.
































