د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو پر غړو هېوادونو غږ کړی چې اوکراین ته د هوايي مدافعې سیستمونو د ورکولو په برخه کې نور اقدامات وکړي. سټولټنبرګ دا غوښتنه داسې مهال کوي چې پر اوکراین د روسیې هوايي بریدونه د ژمي له راتلو سره سره روان دي. سټولټنبرګ پرون وویل، د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې یو پیغام به اوکراین ته د هوايي مدافعې د نورو سیستمونو، مهماتو، اضافي پرزو او د پوځي روزنې د ورکولو اړتیا وي. نوموړي زیاته کړې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هڅه کوي چې له ژمي څخه د اوکراین پرضد د یوې وسلې په توګه کار واخلي.
































