د کور او ښارجوړولو وزارت سرپرست وایي، هندي پانګهوال دې په افغانستان کې د ښاري سکټور او مسکن برخو، په ځانګړې توګه نوي کابل ښارګوټي پروژه کې پانګونه وکړي. د کور او ښار جوړولو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست حمدالله نعماني دغه څرګندونې په کابل کې د هند له شارژدافیر بهارت کومار او مل پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي. په دې لیدنه کې نعماني يادونه وکړه په تېر کې د هند حکومت په افغانستان کې يو شمېر پروژې پلې کړې خو لګښت یې نه دی ورکړل شوی، ځینې نیمه کاره پاتې دي او ځينې نورې لا هم نه دي پلي شوې. په دې لیدنه کې نعماني وغوښتل چې د هند حکومت دې په افغانستان کې د یادو پروژو برخلیک معلومولو په اړه خپل دريځ روښانه کړي. دغه راز په یاده لیدنه کې غوښتنه وشوه چې د هند حکومت دې د کور او ښارجوړولو وزارت کارکوونکو لپاره د ظرفيت لوړونې ماسټرۍ او دوکتورا په کچه تحصيلي بورسونو برخه کې سکالرشيپونه چمتو کړي.
































