د ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي ټرمپ غواړي د خپلې بریا لپاره له چین مرسته وغواړي. جان بولټن په خپل تازه خپرېدونکي کتاب کې ویلي ټرمپ په دې پوهېږي چې د روان کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې بریا ګرانه ده نو له همدې امله هرې خوا ته لاس اچوي. د بولټن په خبره ان د چین له ولسمشر هم ټرمپ د مرستې غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی چې دی باید ټاکنې وګټي. د بولټن کتاب په امریکا کې ناندرۍ را ولاړې کړې دي. سپینه ماڼۍ او ټرمپ غواړي ددغه کتاب د چاپ مخه ونیسي. ټرمپ ویلي که بولټن دغه کتاب خپور کړي نو د عدلي او قضايي ادارو له اقدام سره به مخ شي. ټاکل شوې د روانې میاشتې په پای کې دغه کتاب خپور شي، چې په هغه کې د ټرمپ د حکومت مهم رازونه افشا شوي دي.
































