د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې په سلګونو زره ماشومان د تلف کېدو له خطر سره مخامخ دي. په افغانستان کې د یونېسف څانګې د ارتباطاتو مشرې، سم مورت ویلي چې په افغانستان کې اته لکه ۷۵زره ماشومان د تلف کېدو له سخت خطر سره مخامخ دي. د یونېسف د افغانستان څانګه له نړیوالې ټولنې د عاجل ملاتړ غوښتنه کړې، چې د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ مخه ونیسي او د هغو هلکانو او نجونو درملنه وکړي، چې له دې رنځ څخه کړېږي. د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې یا سیف د چلډرن په وروستیو کې ویلي په افغانستان کې شا و خوا ۱۰ میلیونه ماشومان په بد وضعیت کې ژوند کوي چې کافي خواړه نه ور رسېږي. دغې ادارې ویلي، هره ورځ په دغه هېواد کې ۹ میلیونه او ۶ لکه ماشومان وږي پاتې کېږي چې په لنډمهال کې بېړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري.
































